دبې وزله ناروغانو ملاتړ

Feb, 2022

دبې وزله ناروغانو ملاتړ

بیوزله کورنۍ په ورځني توګه دبې شمیره ستونزو سره مبارزه کوي.

 

 بیوزله کورنۍ په ورځني توګه دبې شمیره ستونزو سره مبارزه کوي. دروغتیایې درملنې دلوړو لګښتونو له امله روغتیایی موضوعګانې دغو ماشومانو ته په یوګواښمنې ستونزې بدل شویدی.دغه کورنۍ خپل ځانونه ددغو اړمنو لګښتونو په لګولو کې بې وسه ګڼي. دوی دغو روغتیایې باکیفیته خدمتونو ته لاس رسی نه لري، دغو لومړنیو ضروریاتو ته په کتو سره درها خیریه بنسټ هوډ کړی چې دغو بیوزلو بیمارانو ته خدمتونه برابرکړي. 

دروغتیایې مرستو لپاره ددغې بنسټ ژمنتیا، ددغو کورنیو دپیژندلو لړئ او دهغوی دهویت تثبیت دی. دغه بنسټ دخپلو برناموله مخې هڅه کوي تر ددغو روغتیایې لګښتونو بار دهغو کورنیو څخه واخلي چې په وس کې یې نه دي او ددغې لارې دغه ډاډ حاصل کړي چې یوله دغو محروموکسانو څخه هم دمالي ستونزوله امله د روغتیایې څارنو څخه پاتې نه شي . ددغه بنسټ اصلي موخه داده چې په هراړخیزډول کارکوونکي ماشومانو او دهغوکورنیو ته دغه روغتیایې خدمات برابرکړي، ددغې بنیاد اساسي موخه دعدالت رواجول د درد او رنځ راکښته کول په ټولنه کې دی.پردې سربیره دغه د بیمارانو دملاتړ پروګرام نغښتل د اړمنو کورنیو دبیلابیلو ستونزو دحل په لارو تاکید کوي. دسملاسي کمک ورکولو سربیره دغه ټولنه غواړي چې دغه کسان او کورنۍ روغتیایی پړاوونو ته د لاس رسئ په موخه ټول امکانات ولري او هغه ترلاسه کړي.

 درها خیریه بنیاد دخپلې ژمنتیا له لارې ددغې محرومې پوړکۍ دستونزو دحل لپاره هڅه کوي ترڅوهغه کسان چې دداسې ستونزو سره مبارزه کوي، دهغوی په ژوند کې معنی لرنکی بدلون راوړو دغه بنیاد ددغو اړمنو کسانو لپاره دلاس اوږدولو په پار خپل تړون او پیوستون انځوروي اودهماغه  راتلونکي لپاره هڅه کوي چې په هغه کې ټول وګړي هغو روغتیایې څارنو ته چې ضرورت لري لاس رسی پیداکړي.