دکارکوونکو ماشومانو ملاتړ

Jul, 2019

دکارکوونکو ماشومانو ملاتړ

هغه ماشومان چې دهیواد په کچه په سختو کارونو لکه دبوټانو رنګول، دموټرو دمخې شیشو پاکول، او دکثافاتو په راغونډولو بوخت دي. داټول دیوې غمیزې په توګه په یوې عادي پدیدې بل شویدي.

 

هغه ماشومان چې دهیواد په کچه په سختو کارونو لکه دبوټانو رنګول، دموټرو دمخې شیشو پاکول، او دکثافاتو په راغونډولو بوخت دي. داټول دیوې غمیزې په توګه په یوې عادي پدیدې بل شویدي. په داسې حالت کې داترخه پیښه نه یوازې دبشربنسټیزحقونه غصبوي بلکه د اجتماعي ټولنې د اوبدلو لپاره یوګواښ دی. داقتصادي پرمختګ، اوږدمهاله پرمختیا او د ټولنیز پرمختګ مخه ډپوي. د رها خیریه بنسټ ددغو نجونو او هلکانودستونزود ژر حل لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي او ددی موخه د دغو ناخوالو دګراف راښکته کول دي . زمونږ لومړنی ماموریت د کارکوونکوماشومانو راټولول د واټونو څخه او دهغوی دثبت رسمي او اداري لړۍ د رها په خیریه ټولنه کې ده.کله چې دغه کوچنیان زمونږ د پالنې او څارنې لاندې راشي اوزمونږ دملاتړ بشپړ سیسټم په کار پیل کوي او ددغو ماشومانو لومړیتوبونه په نظرکې ونیسې اوهغوی ته خپل خدمتونه وړاندې کړي.

زمونږ مرکزونه دداسې امن چاپیریال د رامنځته کولو په هڅه کې دي چې د زده کړي او شخصي پراخوالي لپاره ګټوردي.د زده کړې دامکاناتو برابرول روغتیایي او درملیز خدماتوته لاس رسی،تګ راتګ،ورځني خواړه،په هنری او حرفه ای فعالیتونو کې ګډون، هڅه کوو چې دغو نجونو او هلکانو ته داسې خدمات وړاندې کړوچې ترڅو خپل راتلونکی روښانه کړې.برسیره پردې زمونږ ژمنتیا دلومړنیو ضروریاتو څخه پورته دي او د هغوی د ذهني اوعاطفي سوکالي لپاره کارکوو.زمونږ د ارواپوهنې ټیم ددغو ماشومانو په روح او روان باندې کارکوي اوهغوی ته دستونزو دحل لارې ښئ. موږ غواړو چې دغه کوچنیان په مهارتونو او عملي پوهې او دهغه په ارزښت په اوږدمهالي توګه پوه کړو. ددې لپاره زمونږ په ټولنه کې فني او حرفه ای زده کړې نغښتې دي او مونږ کولای شو چې هغوی د ژوند داوږدمهالي معیشتونو او اقتصادي خپلواکۍ سره،نظرتیرژوند ته یې مجهز کړو.

 دمستقیم ملاتړله لارې مونږ ددوی د دټولنې اړوند حس، دتفریحي فعالیتونو،فرهنګي ګردشونود سیرعلمي او زده کړې زمونږ لومړیتوبونه دي دغه تجربې نه یوازې د دوی ژوند بډای کوي بلکه ددوی هیلې او امکانات ددوی راتلونکي روښانه کوي.د رها خیریه ټولنه ژمن ده چې دماشومانو دحقونو او عزت څخه ملاتړوکړي او په دوامداره توګه هڅه کوي چې داسې یوه ټولنه منځ ته راوړي چې هرماشوم وشي کولای پرته دکارکولو رشد او نمو وکړي. راځئ چې ټول یوځای ددې ماشومانو کیسه او داستان بیاځلی ولیکو اوهغوی خپل د وړکتوب دوران اوبشپړ غښتلتیا ته د زړه ځواک ورکړو.