رواني روغتیایی خدمتونه

Jul, 2019

رواني روغتیایی خدمتونه

کارکوونکي ماشومان په ټولنه کې یونقصاني او اسیب پذیره پوړکۍ جوړوي.

 کارکوونکي ماشومان په ټولنه کې یونقصاني او اسیب پذیره پوړکۍ جوړوي،دهغوی پخوانۍ ترخه تجربه ژور روحي او رواني مشکلات منځ ته راوړي اوکه چیرې ددوی درملنه ونه شي په سختو رواني ناروغیو بدلیږي، ددغه اړتیا اودرک سره سم د ماشومانو د ارواپوهنې دمتخصیصنو دنشتون له امله درها خیریه بنسټ یو د پام وړ نوښت منځ ته راوړی دی. دخلکو دغه جوت اړتیا ته په کتو او ددغو اسیب پذیره ماشومانود سلامتۍ لپاره ، دغې بنسټ دماشومانو لپاره د زده کړې تخصصي دورې پرلاره اچولي دي. دغه دوره دشلو تنو ارواپوهانوپه درلودلو چې دهمدغې رشتې څخه فارغ دي وکولای شي له دغسې ماشومانو سره په شته ستونزو کې مرسته وکړي. دغه روزنیزې برنامې د نړیوالو باتجربه ډاکټرانو په لارښوونو سمبال او اراسته دي.چې دماشومانو درواني درملنې لپاره دباور وړ دي.
ددغو روزنیزو دورو په پای کې به دغه ارواپوهان درها دخیریه بنسټ په مرسته دې  ماشومانو ته سملاسي او فوري ډله ایزرواني خدمات وړاندې کړي چې دغه خدمات به په وړیا توګه دغومحروموماشومانو ته وړاندې وشي او دهغوی رواني سلامتیا او دهغې ملاتړ دملي محدودیتونو پرته تضمین شي. ددې کار مهم ټکي دادي چې دغه خدمتونه د رضا کاره کارپوهانو له خوا انجام شوي چې دلوړو معیاري څارنومراقبت او تخصص ګرایې ضامن دي، دغه بنیاد دباتجربه متخصیصنو او رضا کارانو څخه په استفادې هڅه کوي ترڅو داسې حمایتی شبکه منځ ته راوړي چې وشي کولای ترڅو دغو اړمنو ماشومانو ته روغتیایي  او رواني اړتیاوې په جامع ډول برطرفې کړي ددغې طرحې له لارې درها خیریه بنیاد په خپلې ژمنې سره ددغومحروموماشومانو پرسوکالۍ تاکیدکوي.دغه بنیاد د رواني خدماتو په وړاندې کولو دغو ماشومانو لپاره هڅه کوي چې دغه ماشومان په خپلو تیروترخو خاطراتو غالب او ځواکمن کړي ترڅو دهیلو څخه ډک یوه روښانه راتلونکي جوړه کړي .