دقرطاسیه دبستو دویش لړئ

Jul, 2019

دقرطاسیه دبستو دویش لړئ

په افغانستان کې ماشومان دمختلفو ستونزو، دفقراوبې ثباتئ له امله لاس په ګریوان دي او ددې ټولولامل فقر او بې وزلي ده.

 

 په افغانستان کې ماشومان دمختلفو ستونزو، دفقراوبې ثباتئ له امله لاس په ګریوان دي او ددې ټولولامل فقر او بې وزلي ده . دوی سختو کارونو ته تن ورکوي په ځانګړې توګه پراغیزمنو ماشومانو اغیزه کوي او ډیری دغه ماشومان اړدي چې دخپلو والدینو ترڅنګ سختو کارونو ته تن ورکوي او دلږو پیسو په لاس ته راوړلو دخپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او په پایله کې دغه ماشومان په دغه توګه خپل راتلونکې ورکړي او دګواښ سره مخ وي.

د رها خیریه بنسټ د لومړنیو اړتیاو د ضرورت پراساس دغو ماشومانو او کورنیو ته ټاکلې برنامې چمتو او دهغوی د زده کړې دمخنیوي لاملونه یې راکښته کړي دي. هڅه کوو چې تقریبا تر500 زیاتو اړمنو نجونو او هلکانو ته ددغې برنامې له لارې دخلکو دمرستو په وسیله روزنیز مواد، لوازم التحریر چمتو کړو. دغه روزنیز او دلیکوالۍ بستې په کلنۍ توګه ورکوو او دابستې دغو ماشومانو ته ددغې بحران څخه دخلاصۍ په موخه ویشل کیږي. دغه بنسټ د یوحیاتی اړتیا په توګه هڅه کوي او ډاډینه لاس ته راوړي چې دغه ماشومان پرته له مالی محدودیتونو خپل زده کړو ته دوام ورکړي دغه دتحریربستې نه یوازې هغوی په وسیلو او وسایلو سمبالوي بلکه هغوی دافغانستان لپاره د ژمنو غړو په توګه لویوي او وړاندي کوي.

برسیره پردې دغه برنامه ترمادي او معنوي مرستو لوړدي. دغه برنامه دیو څرک اوروښنایې په څیرهغو کورنیوته دڅراغ حیثیت لري چې دخپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو په هڅه کې دي. دزده کړو دلګښتونو دراکښته کولو په موخه، موراوپلار دغه فرصت پیدا کولای شي ،چې دخپلواولادونو دلومړیتوبونو دلاسه ورکولو پرته زده کړې ته لومړیتوب ورکړي ـــ دغه برخه داسې غښتلې کیږي ترڅو دخپلو زده کړو امیدونه مخ ته یوسي او پوره یې کړي . درها خیریه بنسټ هوډلري، دیودوامداره ژمنې په توګه ماشومانو سره ددغې سفر ترپایه ملګرتیا وکړي. د اوږدمهاله مالي ملاتړ په وسیله دغه بنسټ هڅه کوي چې یو داسې تعلیم یافته نسل و روزي چې دبیوزلۍ شګون مات اوپه خپلو ټولنو کې مثبت بدلون منځ ته راوړي.په پای کې دتحریر دلوازمو بستې د یو حس کوونکي عنصر په توګه درها دخیریه ټولنې ډالۍ هغوماشومانوته ده چې دبیوزلۍ سره لاس په ګریوان دي ـــ دزده کړي په بهیر دغه پانګونه هغوی د یو روښانه راتلونکي په طرف هڅوي.