زموږ مرستندویان

رهانټ

دافغانستان غښتلتیا دپرمختیایی او انټرنیټی خدماتو له لارې

رهانټ په افغانستان کې دانټرنیټی خدماتو دوړاندې کولو ملي اداره ده، چې خپل فعالیت یی په کال 2013 میلادی کې پیل کړ. دبنسټ ایښودولو له وخته رهانیټ دخپل اصلي موخې لپاره، دلوړې کچې دانټرنیټي خدماتو په وړاندې کولو په ټول افغانستان کې پرمختګ کړیدی. دا شرکت په فعاله توګه سره په څوښارونو کې لکه هرات، کابل، جلال آباد، مزارشریف او دبادغیس و لایتونوکې فعالیت کوي. دډاډ وړ انټرنیټی اړیکې ته دلاس رسۍ ضمانت کوي.

رهانټ د مناسبو انټرنیټي ډولونو په وړاندې کولو دخپلو پیرودونکو په منځ کې مخکښ دی، چې دغه خدمتونه دنوري فایبر دفنی چوپړتیاوو سره په لوړ کیفیت وایرلیس انټرنیټي خدمتونه، دسپوږمکۍ انټړنیټ، VoIP او مکرو ویو دي. رهانټ دتصور نه لېرې دسافټ وییرونو په پراختیا کې اړین ګامونه پورته کړي دي. چې په دې سره یې خپله وفاداري او ژمنتیا دټیکنالوژۍ په وړاندې کولو سره ښئ.

رهانټ دافغانستان لپاره دفن آورئ یومخکښ شرکت دی چې د ډیجیټل تشه یې ډکه کړې او دافغانستان ټولنه پیاوړې کوي. رهانټ په ځیرتیاسره دنوښت او بنسټیزې غښتلتیا او کاري تجربې ته پراخوالی ورکوي ـ اقتصادي پراختیا کې مرسته کوي. دیو ډاډ وړ ارایه کوونکي په توګه دافغانستان په مخابراتي لیدلوري کې یې شهرت پیدا کړیدی.

Rahanet ISP Services Company

درها خیریه بنسټ

راځئ چې دیوې نوې پیښې لامل شو

رهانټ چې داستثنایی خدمتونو په لرلو مشهور دی. دافغانستان دزیانمنې ټولنې لپاره د ملاتړ په موخه یی خپل فعالیت ټاکلی دی.

افغانستان دنړۍ دریمه درجه هیواد، دلویو ستونزو سره سره، دماشومانو او ښځولپاره چې دکړاوونوسره مخ دي، دیو لړ کورنی اوبهرني سازمانونوبرسیره چې ددغو ګروپونوسره دمرستو لپاره هڅه کوي چې ترده لا ډیر ملاتړ ته ضرورت شته، ځکه چې ډیری دغه هڅې په لنډمهالی موخوباندې ځیرنه اوتمرکز لري او نه شی کولای چې اوږد مهالی اغیزه ولري. ددغې خلا دډکولو لپاره، رهانټ درها خیریه بنسټ RCF دبنسټ ډبره په کال 2019 زیږیدیز کې کیښودله، چې دکار کوونکو ماشومانو په ژوند کې یې دپام وړ بدلون راوستی دی. درها دخیریه بنسټ ماموریت دادی چې دغوماشومانو ته زده کړه، دمهارتونو پراخوالی، دافغانستان په ټولنه کې داستعدادونو دټوکیدو په موخه فرصتونه برابرکړیدي.

داوږد مهالو حل لارودتمرکز او ځیرتیا په موخه، درها خیریه بنسټ دبیوزلۍ او استثمار دماتولو په موخه په دې هڅه کې دي چې ډیری دغه ماشومان په دام کې اچوي. رهانټ د رها دخیریه بنسټ یوازینی ملاتړی د پیل څخه دی، چې ددې خیریه ټولنې په ساتنه کې اړین دریځ درلود. دغه ملاتړدرها خیریه بنسټ یې پیاوړی کړی چې ترڅومختلفې برنامې لکه زده کړې ته لاس رسی، روغتیایی څارنې، ټولنیز اورواني خدمتونه، حمل و نقل،خواړه، دحرفې او فن زده کړه، دټولنې دپوهاوي کمپاینونه او داسې نور اجراکوي. دغه لارې چارې د زده کړې ارزښت او دماشومانو دکار ګواښونه رابرسیره کوي.

درها خیریه بنسټ دمحلي چارواکو اوټولنو سره دماشومانو لپاره دیو حمایتي چاپیریال دمنځ ته راوړلو لپاره مرسته کوي. دوالدینو په ګډون، دټولنې اومکاتبو مسؤلین سره دخبروله لارې درها خیریه بنسټ دا ډاډ ترلاسه کوي چې ماشومان نه یوازې دا چې مکتب ته ځي بلکه دټولنیزو او تحصیلي بریالیتوبونو ملاتړ لاس ته راوړي.

درها نټ دوامداره ملاتړ ددغو هڅو په پراخوالي او ساتنه کې یوحیاتي ارزښت لري چې په پایله کې درها خیریه بنسټ یو داحساس وړ بدلون دډیری ماشومانو په ژوند کې منځ ته راغلی دی، درها نټ ژمنتیا په دې موخه، دهغوی داجتماعي مسؤلیت ښودونکی دی چې دهغوی دزده کړې قدرت ثابتوي.

درها دخیریه بنسټ دمنځ ته راتلو او دملاتړپه موخه درها نیټ دغه نوښت، د دوی د ژمنې یوه بیلګه دننه په هیوادکې دزیانمنو ټولنو سوکالي ده، د دوامداره هڅوپه پار، د اوږد مهاله اغیزمنتیا له پاره رها نټ دماشومانو دکار سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې مخکې وړي اود افغانستان دماشومانو لپاره دیوې ښې راتلونکې په هڅه کې دی. درها خیریه بنسټ دیو دوامداره بدلون په رامنځ ته کولو کې دخپل شعار په څېر' راځئ چې دیوې نوې پیښې لامل شو' ددغوکسانو د ژوند په ښه کیدو کې لا ژمن دي.